22 ستا په ټولو حرامو کارونو او ستا په زناکارۍ کښې تا ته خپل د ځوانۍ عمر ياد نۀ وو، کله چې تۀ بربنډه او لغړه وې او په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې.“
”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.
”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ.
”افسوس، افسوس دې وى په تاسو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د دې باوجود ستاسو د خپلو نورو ټولو شرارتونو سره،
ځکه چې تا ته د خپلې ځوانۍ ورځې يادې نۀ دى خو زۀ تا په دې څيزونو سره غصه کړم. تا چې کوم بد عملونه کړى دى زۀ به د هغې ټولو بدله ستا نه واخلم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ته د خپلې ټولې حرام کارۍ سره په شهوت پرستۍ کښې د حد نه تېره شوې.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.
ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.