2 ”اے بنى آدمه، يروشلم د خپل حرام کار په حقله خبر کړه.
”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.
نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه.
اے بنى آدمه، ولې تۀ غواړې چې د هغوئ عدالت وکړې؟ نو کۀ تۀ داسې کوې نو بيا هغوئ ته د هغوئ د پلار نيکۀ حرام کارونه وروښايه.
”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د هغۀ عدالت وکړې؟ ولې تۀ به د دې خونى ښار عدالت وکړې؟ نو بيا هغوئ ته د هغوئ ټول حرام کارونه مخامخ کړه.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د اوحوله او اوحوليبه عدالت وکړې؟ نو هغوئ تۀ د هغوئ حرام کارونه مخامخ کړه.
”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلافورزى يې کړې ده.