Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 16:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 16:16
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د اوسېدو هغه کوټې ورانې کړې چې د هغه کور نرانو کنجرانو نيولې وې، چرته چې ښځو د اشيرې بُت دپاره چُوغې جوړولې.


د دې نه علاوه، هغۀ د خُدائ پاک د کور ټول سامان هم واخستلو او ټوټې ټوټې يې کړو. هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې بندې کړې او د يروشلم په هر ځائ کښې يې قربان‌ګاه جوړې کړې.


تاسو په هر اوچت غر د پاسه زنا کړې ده. هلته تاسو بُتانو ته نذرانې پېش کړى دى او ما سره مو بې‌وفائى کړې ده.


مغرب طرف ته د سمندر په بله خوا کښې د قبرص جزيرې ته لاړ شه او وګوره، او د مشرق طرف ته د قيدار مُلک ته څوک ولېږه چې په غور سره لټون وکړى چې آيا د دې نه وړاندې هم داسې کار شوے دے؟


خو تا په خپله ښُکلا او شُهرت باندې بهروسه وکړه او خپل شُهرت دې د کنجرتوب دپاره استعمال کړو. ستا د کنجرتوب نه څوک هم په لار بچ نۀ شُو او خپل حسن دې باد کړو.


تا خپل ځان سره قيمتى کالى هم واخستل کوم چې ما تا له درکړى وُو، کوم چې ما د سرو او سپينو زرو نه جوړ کړى وُو، او تا د هغوئ نه ځانله نارينه بُتان جوړ کړل او د هغوئ سره په زنا کولو مصروفه شوې.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.


زۀ به د هغې د عاشقانو په وړاندې د هغې شرم ښکاره کړم او هيڅوک به يې زما نه نۀ شى بچ کولے.


هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan