Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 16:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ما تۀ په کالو سنګار کړې، ما ستا په لاس کښې بنګړى او په غاړه کښې مې درته اميل واچولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 16:11
31 Iomraidhean Croise  

چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.


ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتو‌اېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې.


بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.


نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.


فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.


اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.


نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه.


هارون هغوئ ته ووئيل، ”د خپلو ښځو، زامنو او د خپلو لوڼو نه د سرو زرو والۍ راوباسئ او ما له يې راوړئ.“


چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.


د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى.


د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.


دا به ستا سر د فضل سهرې سره ښائسته کړى او د شان او شوکت تاج به در په سر کړى.“


ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.


اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه، د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه، او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلو هغه خلقو دپاره د ګلونو د شاندار تاج په شان وى چې کوم خلق ژوندى پاتې وى.


والۍ، بنګړى، نقابونه،


زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.


تا خپل ځان سره قيمتى کالى هم واخستل کوم چې ما تا له درکړى وُو، کوم چې ما د سرو او سپينو زرو نه جوړ کړى وُو، او تا د هغوئ نه ځانله نارينه بُتان جوړ کړل او د هغوئ سره په زنا کولو مصروفه شوې.


تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو.


د ګڼو خلقو شور د هغې سره نزدې وو، تر دې چې مست او عياش خلق يې د صحرا نه راوستل او هغوئ دغه دواړو خوېندو ته په مټو کښې بنګړى واچول او ښکلى تاجونه يې ورته په سر کړل.


خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“


نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.


نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“


زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


هارون ته يې پټکے ورپه سر کړو او د دې مخې ته يې د سرو زرو ګل ولګولو چې دا د وقف کولو مقدسه نښه وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ هغۀ ته حُکم ورکړے وو.


نو مونږ د سرو زرو کالى، بنګړى، کَړې، ګوتمې، والۍ او هارونه راوړُو چې مونږ هر يو کس اخستى دى. او مونږ يې مالِک خُدائ ته د خپل ژوند په کفاره کښې پېش کړُو، چې هغه مو بچ کړى.“


د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.


نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،


او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.


خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.)


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan