نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى.
د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول.