7 زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.
نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.