5 زۀ به دا د دې دپاره وکړم چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په زړونو دوباره قبضه وکړم، ټولو چا چې زۀ د خپلو بُتانو په وجه پرېښودے يم.
اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.
”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”ستاسو پلار نيکۀ په ما کښې څۀ غلطى ليدلې وه چې هغوئ زما نه دومره لرې شول؟ هغوئ د بېکاره بُتانو عبادت شروع کړو او په خپله هم بېکاره شول.
د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربانګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.
په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم
او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.
غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى.
ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.
خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.
هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى.
يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ.
نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بېايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.