حزقىايل 14:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى. Faic an caibideil |
هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم.