حزقىايل 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 ”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟ Faic an caibideil |
نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.
هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم.
او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.
نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.