Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 14:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 14:21
18 Iomraidhean Croise  

جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“


په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.


وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.


خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،


او يا کۀ چرې زۀ هغه مُلک ته ځنګلى ځناور ورولېږم چې د هغې خلق ووژنى او مُلک بلکل وران ويجاړ کړى، نو بيا به د هغه ځناورو په وجه هيڅ څوک هم د هغه مُلک نه نۀ شى تېرېدلے،


او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،


او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى،


زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو.


نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى.


ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.


نو زما غصه به بيا سړه شى او زما غضب به په آرام شى کله چې زۀ خپل غضب په دوئ نازل کړم، نو هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ د خپل غېرت د وجې داسې وکړل.


زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بې‌اولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan