Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 14:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان په دې کښې اوسېدل، بيا هم دوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شُو بچ کولے. خو صرف دوئ به بچ شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 14:18
6 Iomraidhean Croise  

کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه بابل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى.


نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ دوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.


کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان هم هلته اوسېدل نو هغوئ به خپل زامن او لوڼه هم نۀ شُو بچ کولے. يواځې هغوئ به بچ شى خو ټول مُلک به وران ويجاړ شى.


او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،


او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan