13 ”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بېوفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،
زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.
نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د بابل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“
وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.
نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.
نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه.
نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم.
هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.
او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بېحده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بېاِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.