نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بېلارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بېوفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،