Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 14:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغوئ دواړو ته به د خپلې ګناه سزا مِلاو شى، پېغمبر ته او هم هغه چا ته چې پېغمبر ته د هدايت حاصلولو دپاره راځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 14:10
17 Iomraidhean Croise  

نو قائِن مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دا سزا زما د برداشت نه بهر ده.


نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبران چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.


نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بې‌لارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.


او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.


تاسو به د خپلې شهوت پرستۍ دپاره سزا وزغمئ او د خپلې بُت پرستۍ د ګناهونو سزا به برداشت کړئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“


نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.


ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.


خاوند به د ګناه نه خلاص وى، خو کۀ ښځه ګناهګاره وى، نو هغې ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan