7 آيا تاسو د دروغو روياګانې ليدلې نۀ دى او غلط پال مو نيولے نۀ دے او بيا هم وايئ چې، دا د مالِک خُدائ فرمان دے، حالانکه ما څۀ نۀ وى فرمائيلى؟
کله چې ما په دې باندې سوچ وکړو، نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک د سمعياه سره خبرې نۀ دى کړې، خو طوبياه او سنبلط هغۀ له د دې دپاره رشوت ورکړے دے چې ما له دا خبردارے راکړى.
هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.
د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.
د هغې نبيان په غلطو روياګانو او دروغژنو پېشګويو سره د هغوئ دا کارونه صفا کوى. هغوئ وائى چې، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دا نۀ وى فرمائيلى.
بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بېفائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.