4 اے بنى اِسرائيلو، ستاسو نبيان داسې دى لکه چې ګيدړان په کنډراتو کښې ګرځى.
لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه، هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه، ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“
دا چې د صيون غر وران ويجاړ پروت دے او ګيدړان په کښې اوسيږى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه کم عقلو نبيانو باندې چا چې څۀ کتلى نۀ وى او د خپل تصور په ټال کښې ځانګى.
تاسو د دېوال چاؤدونو ته ورنۀ غلئ او نۀ مو د دې مرمت وکړو چې د بنى اِسرائيلو قوم د مالِک خُدائ په ورځ په جنګ کښې قائم پاتې شى.
کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.
مالِک خُدائ دا فرمائى چې، هغه پېغمبران چې څوک زما خلق بېلارې کوى، کۀ څوک په هغوئ څۀ وخورى نو هغوئ د امن اعلان کوى، خو کۀ هغه دا نۀ شى کولے، نو دوئ د هغۀ خلاف د جنګ کولو تيارے کوى.
د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.
ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.
ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى.
نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.
او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.