Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 13:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستاسو د جادو منتر خلاف يم په کومو چې تاسو خلق لکه د مرغۍ راګېروئ او هغه به زۀ ستاسو د مټو نه خلاص کړم، او زۀ به هغه خلق آزاد کړم کوم چې تاسو لکه د مرغۍ په شان راګېر کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 13:20
6 Iomraidhean Croise  

او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه ښځو څوک چې په خپلو لاسونو سره د جادو او کوډو تعويذونه ګنډى او په خپل مړوند کښې يې راځوړندوى او د کوډو څادر جوړوى او چې خلق په خپل جال کښې ګرفتار کړى. آيا تاسو به زما د خلقو دپاره جال خور کړئ او خپل ژوند به بچ کړئ څۀ؟


تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بې‌حرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو.


زۀ به ستاسو د جادو نقابونه وشلوم او خپلو خلقو له به ستاسو د لاسه خلاصون ورکړم، او هغوئ به نور ستاسو د جادو په اثر کښې نۀ راځى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan