Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 13:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه ښځو څوک چې په خپلو لاسونو سره د جادو او کوډو تعويذونه ګنډى او په خپل مړوند کښې يې راځوړندوى او د کوډو څادر جوړوى او چې خلق په خپل جال کښې ګرفتار کړى. آيا تاسو به زما د خلقو دپاره جال خور کړئ او خپل ژوند به بچ کړئ څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 13:18
11 Iomraidhean Croise  

يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.


بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، دا خلق او يروشلم ستا په هغه وينا دوکه شُو کومه چې تا کړې وه چې تاسو به پوره په امن کښې اوسېږئ، خو په دې کښې تُوره زمونږ د مرۍ دپاسه سوره شوه.“


هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.


ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى.


د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستاسو د جادو منتر خلاف يم په کومو چې تاسو خلق لکه د مرغۍ راګېروئ او هغه به زۀ ستاسو د مټو نه خلاص کړم، او زۀ به هغه خلق آزاد کړم کوم چې تاسو لکه د مرغۍ په شان راګېر کړى دى.


زۀ به ستاسو د جادو نقابونه وشلوم او خپلو خلقو له به ستاسو د لاسه خلاصون ورکړم، او هغوئ به نور ستاسو د جادو په اثر کښې نۀ راځى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى.


نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.


ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى.


هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan