16 د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.
پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“
هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى.
نو زۀ به خپل غضب په دېوال او په هغوئ سوړ کړم چا چې دېوال چونه کړے وو. نو زۀ به تاسو ته وايم چې، دېوال او هغه کسان دواړه فنا شو چا چې چونه کړے وو.
کله چې دهشت راشى، نو هغوئ به د امن او سکون لټون وکړى، خو هيڅ قسم امن به ورته مِلاو نۀ شى.