15 نو زۀ به خپل غضب په دېوال او په هغوئ سوړ کړم چا چې دېوال چونه کړے وو. نو زۀ به تاسو ته وايم چې، دېوال او هغه کسان دواړه فنا شو چا چې چونه کړے وو.
طوبياه هلته د هغۀ په څنګ کښې ولاړ وو او دا خبره يې وکړه، ”هغوئ څۀ قسم دېوال جوړولے شى؟ داسې چې يو لومبړه يې هم راغورزولے شى.“
د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بېکاره طبيبانو په شان يئ.
تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.
خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د لوخو نه جوړه شوې يوه ټوکرۍ راواخستله او په دې يې تارکول ولګول چې اوبۀ په کښې دننه نۀ ځى. هغې ماشوم په دې کښې کښېنولو او دا يې بيا د درياب په غاړه په لوخو کښې کېښوده.
دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.
نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبران چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.
زۀ به هغه دېوال راوغورزوم کوم چې تاسو چونه کړے دے او هغه به زۀ د زمکې سره هوار کړم او د هغۀ بنياد به څرګند کړم. کله چې هغه راغورزيږى نو تاسو به هم په کښې تباه شئ، نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“