Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 13:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په خپل قهر سره به زۀ يو وحشتناک طوفان راولېږم، او په خپل قهر سره به ږلۍ او د باران طوفان راولېږم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 13:13
20 Iomraidhean Croise  

تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟


هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟


د باران په ځائ ږلۍ ورباندې راغله، او ورسره په ټول مُلک کښې د برېښنا او تندر آوازونه.


هغۀ کلام وکړو نو تېز طوفان راغلو او د سمندر چپې اوچتې شوې.


برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو، طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.


مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.


ګورئ د مالِک خُدائ غضب لکه د طوفان په شان راروان دے، او د هغۀ غضب به د ډېر تېز طوفان په شان د بدعملو په سرونو باندې راتاو شى.


افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.


هغۀ په خپل قهر و غضب کښې د اِسرائيلو ټول طاقت ختم کړو. کله چې دشمن حمله وکړه نو مالِک خپل ښے لاس د هغوئ مدد نه وروستو کړو. هغه په اِسرائيل کښې لکه د اور لمبه شو او ګېرچاپېره هر يو شے يې وسوزولو.


هغۀ لکه د دشمن په شان خپله لينده راښکله او هغۀ خپل ښے لاس لکه د دشمن ګزار ته تيار کړو. هغۀ هغه ټول ووژل څوک چې په مونږ ګران وُو، هغۀ خپل غضب لکه د اور په شان د لور صيون په نيازبينې خېمې راوورولو.


کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو.


کله چې دېوال راوغورزيږى، ولې خلق به ستاسو نه دا تپوس ونۀ کړى چې هغه سپينه چونه څۀ شوه چې تاسو دېوال ته ورکړې وه؟


نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.


خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه.


ما ستاسو د لاس په ټولو کارونو، تِليا او پپونکې او ږلۍ راوسته. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ، مالِک خُدائ دا فرمائى.


نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.


او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.


وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan