12 کله چې دېوال راوغورزيږى، ولې خلق به ستاسو نه دا تپوس ونۀ کړى چې هغه سپينه چونه څۀ شوه چې تاسو دېوال ته ورکړې وه؟
اليشع د اِسرائيل بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“
خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د لوخو نه جوړه شوې يوه ټوکرۍ راواخستله او په دې يې تارکول ولګول چې اوبۀ په کښې دننه نۀ ځى. هغې ماشوم په دې کښې کښېنولو او دا يې بيا د درياب په غاړه په لوخو کښې کېښوده.
نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“
ستاسو په هغه نبيانو باندې څۀ چل وشو چې تاسو ته به يې وئيل چې، د بابل بادشاه به نۀ په تاسو او نۀ په دې مُلک باندې حمله وکړى؟
نو په دې وجه هغه نبيانو ته ووايه څوک چې دا دېوالونه چونه کوى چې دا به راغورزيږى. زۀ به تېز باران او غټه ږلۍ راولېږم، او تېز باد به په دې رانازل کړم.
نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په خپل قهر سره به زۀ يو وحشتناک طوفان راولېږم، او په خپل قهر سره به ږلۍ او د باران طوفان راولېږم.
نو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو نه تپوس وکړى، ”هغه تکړه معبودان چرته دى چې تاسو پرې يقين لرلو؟
لاړ شئ او هغه معبودانو ته فرياد وکړئ چې تاسو خوښ کړى دى. کله چې تاسو په تکليف کښې يئ نو هغوئ له موقع ورکړئ چې تاسو بچ کړى.“
بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”اوس ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابىمَلِک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“