1 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
د اِسرائيل بادشاه اخىاب او د يهوداه بادشاه يهوسفط خپلې شاهى چُوغې اغوستې وې او د سامريه د دروازې نه بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په حضور کښې پېشګويانې ورکولې.
مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“
”اے بنى آدمه، د اِسرائيلو د هغه دروغژنو نبيانو خلاف پېشګوئې وکړه څوک چې اوس پېشګوئې کوى. نو هغوئ ته دا ووايه څوک چې د خپلو خيالونو د پېشګويۍ دعوىٰ کوى او داسې وائى چې تاسو د مالِک خُدائ کلام واورئ.