5 د هغوئ په وړاندې دېوال سورے کړه او خپل مال حال په هغه سورى کښې بهر کړه.
نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.
د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى.
د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې خپل مال حال داسې راوباسه لکه چې د جلاوطنۍ دپاره دې راغونډ کړے وى. بيا په ماښام کښې د هغوئ په وړاندې داسې روان شه لکه چې څوک جلاوطن کړے شوے وى.
د هغوئ په وړاندې خپل مال حال اوږو ته اوچت کړه او هغه په تيارۀ کښې بهر يوسه. خپل مخ داسې پټ کړه چې وطن درته نۀ ښکارى، ما ځکه په تا دا هر څۀ وکړل چې تا د بنى اِسرائيلو قوم دپاره يو خبردارے کړم.“