4 د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې خپل مال حال داسې راوباسه لکه چې د جلاوطنۍ دپاره دې راغونډ کړے وى. بيا په ماښام کښې د هغوئ په وړاندې داسې روان شه لکه چې څوک جلاوطن کړے شوے وى.
نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.
کله چې صدقياه بادشاه او د هغۀ ټولو فوجيانو چې دا هر څۀ وليدل چې بابليان ښار ته راننوتل، نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ شپه په شپه ښار پرېښودو او د شاهى باغ شا ته د دوه دېوالونو تر مينځه د دروازې د لارې نه بهر ووتل او د اُردن خوا ته روان شول.
بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې بابليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله.
د هغوئ په مينځ کښې شهزاده به هم په تيارۀ کښې خپل سامان په خپله اوږه اوچت کړى او لاړ به شى، او هغه به دېوال سورے کړى چې په هغې ووځى. هغه به خپل مخ پټ کړى چې هغه وطن ورته نۀ ښکارى د کوم نه چې هغه روان دے.
د هغوئ په وړاندې دېوال سورے کړه او خپل مال حال په هغه سورى کښې بهر کړه.