Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 12:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 12:3
24 Iomraidhean Croise  

کاش چې زما خلق ما ته غوږ ونيسى، او کۀ چرې بنى اِسرائيل زما په نقش قدم لاړ شى،


اے محاصره شوې ښاريې. تاسو خپله کډه راوچته کړئ، دشمنانو درنه ګېره اچولې ده.


کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“


شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“


شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“


خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.


نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو.


زۀ به ستا ژبه تالو پورې ونښلوم چې تۀ خاموشه پاتې شې او هغوئ ونۀ رټلے شى ځکه چې هغوئ سرکشه قوم دے.


خو کله چې زۀ تا سره خبرې وکړم، زۀ به ستا خولۀ کولاو کړم نو تۀ به هغوئ ته دا ووائې چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. هر څوک چې اورېدل غواړى هغوئ دې واورى او چې څوک اورېدل نۀ غواړى نو نۀ دې اورى، ځکه چې دا يو سرکشه قوم دے.“


هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟


او کۀ چرې هغوئ په خپلو ټولو کارونو باندې وشرميږى کوم چې هغوئ کړى دى، نو هغوئ ته د خُدائ د کور نقشه او د هغې ترتيب، د هغې د وتو لارې او د داخلېدو لارې، د هغې ټوله نقشه او د هغې اصُول او احکام وښايه. دا د هغوئ د وړاندې وليکه نو چې هغوئ د دې ترتيب وفادارى وکړى او د دې د احکامو پيروى وکړى.


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


بيا د انګورو د باغ مالِک ووئيل چې اوس ما له څۀ کول په کار دى؟ زۀ به خپل خوږ زوئ ورولېږم. شايد چې د دۀ خاطر وکړى.


کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.


کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.


او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan