حزقىايل 12:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بېشکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“ Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“