24 ځکه چې په اِسرائيل کښې به نور نۀ د دروغو روياګانې او نۀ به د چاپلوسۍ پال ليدلے شى.
ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“
د بل چا په حقله دروغ وئيل د هغۀ نه نفرت کول دى، او د خوشامندۍ خبرې تباهى راولى.
ستا پېغمبرانو ستا دپاره بېمطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بېلارې کوونکى پېغامونه واورول.
نو په دې وجه تاسو به نور نۀ د دروغو رويا وګورئ او نۀ به فالګرى وکړئ. زۀ به خپل خلق ستاسو د لاسه بچ کړم. او بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.
ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.
ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.