Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 12:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 ”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 12:22
12 Iomraidhean Croise  

تاسو وايئ، ”مالِک خُدائ دې زر زر خپل کار وکړى چې مونږ دا وګورو. او چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات کومه منصوبه جوړه کړې ده هغه دې زر سر ته ورسوى چې مونږ ته د هغې پته ولګى.“


هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په ‎کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو.


د مالِک خُدائ کلام په ما بيا نازل شو،


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقى‌ايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى.


”هر څوک چې متلونه وائى نو دا متل به ستا په حقله وائى چې، څنګه يې مور وى هغسې يې لور وى.


د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.


تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بې‌اِنصافۍ حکومت قائم کړے دے.


”قومونو ته وګورئ او نظر پرې ساتئ، او حېران شئ. ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan