21 د مالِک خُدائ کلام په ما بيا نازل شو،
”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.
د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو سزا ملاويږى.