18 ”اے بنى آدمه، کله چې خوراک کوې نو ريږده، او کله چې اوبۀ څښې نو د يرې نه لړزېږه.
ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.
تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل، او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.
مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
تۀ به په خفګان او نشه اخته شې، د تباهۍ او د دهشت پيالۍ، يعنې ستا د خور سامريې پيالۍ.
تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې.
صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.
زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.
ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ.
نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.
په هغه قومونو کښې به هيچرته تاسو ته امن نۀ ملاويږى، تاسو ته به يو ځائ کښې هم آرام نۀ ملاويږى، مالِک خُدائ به ستاسو پرېشانى، نااُميدى او غم د حد نه زيات کړى.