Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 12:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 زۀ به د هغۀ نه ګېرچاپېره د هغۀ ټول نوکران او فوجيان خوارۀ وارۀ کړم او هغوئ پسې به تُوره راوکاږم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 12:14
10 Iomraidhean Croise  

د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.


نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“


د هغوئ اوښان تالا کړه او د هغوئ رَمې لوټ کړه. او زۀ به هغوئ څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى د هوا په مخکښې خوارۀ کړم او د هرې خوا نه به پرې افت نازل کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.


د هغۀ د ټولو نه تکړه فوجيان به په تُوره مړۀ شى. او بچ پاتې شوى به په هوا کښې خوارۀ شى. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“


نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan