حزقىايل 12:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 هغوئ ته ووايه چې، زۀ ستاسو دپاره نمونه يم. څنګه عمل چې ما وکړو نو هم هغه شان به د يروشلم د خلقو سره وشى، هغوئ به جلاوطن او قېديان کړے شى. Faic an caibideil |
او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.