1 بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بېشکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“
”اے بنى آدمه، ولې د بنى اِسرائيلو دې سرکشه قوم ستا نه تپوس ونۀ کړو چې، تۀ څۀ کوې؟