7 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو چې د مړو کوم لاشونه په دې ښار کښې وغورزول هغوئ هم هغه غوښه ده چې په دې دېګ کښې محفوظه ده، خو زۀ به تاسو د دې نه وباسم.
کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه.
د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“
دا ښار به ستاسو دپاره يو د اوسپنې دېګ نۀ وى، او نۀ به تاسو په دې کښې د غوښې په شان يئ، زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه تاسو له سزا درکړم.
هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو.
زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم.