4 نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“
”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.
”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.
”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.
نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.
”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلافورزى يې کړې ده.