Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 11:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په بابل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 11:24
16 Iomraidhean Croise  

چې کله خُدائ پاک د اِبراهيم سره خبرې تر سره کړې، نو ترې نه لاړو.


بيا خُدائ پاک د هغۀ نه لاړو.


او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“


نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل، هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.


خو بابل به لوټ کړے شى او هر هغه څوک چې هغه لوټ کړى او هر څۀ چې غواړى هغه به يوسى او ځان به پرې موړ کړى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.


د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.


نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل.


نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“


نو زۀ هغه جلاوطنو له راغلم څوک چې په تل ابيب کښې د کبار سيند سره نزدې اوسېدل. زۀ د هغوئ په مينځ کښې د اوو ورځو دپاره چپ کښېناستم.


د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.


بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو.


هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.


بيا درې ځله هم داسې وشول نو بيا هغه څادر سمدستى آسمان ته پورته کړے شو.


کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan