او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،
زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“