Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 11:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو بيا داسې ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راغوڼد کړم او د هغه مُلکونو نه به تاسو واپس راولم کومو ته چې ما خوارۀ کړى وئ او زۀ به بيا تاسو له د اِسرائيل مُلک درکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 11:17
27 Iomraidhean Croise  

هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو نه راغونډ کړل، د مشرق او مغرب او د شمال او جنوب نه يې راغونډ کړل.


ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.


”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.


زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.


زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په بابل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د شمال طرف ته لاړ شه او هغوئ ته ووايه، اے بې‌ايمانه اِسرائيله، مالِک خُدائ فرمائى ما ته راواپس شه. زۀ به په غصې سره نور تا ته نۀ ګورم، ځکه چې زۀ رحم کوونکے يم، مالِک خُدائ فرمائى، او نۀ به زۀ د تل دپاره تا ته غصه يم.


نو په دغه ورځو کښې به د يهوداه خاندان د اِسرائيل د خاندان سره يوځائ شى او په شريکه به دوئ د شمال د جلاوطنۍ د مُلک نه هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.


خو مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ژړا او اوښکې توېدل بس کړئ، تاسو ته به د خپلو کارونو اجر مِلاو شى.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستاسو ماشومان به د دشمن د مُلک نه راواپس شى.“


زۀ به په خپل زورَور او غزېدلى لاس او راپارېدلى غضب سره تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوى وئ.


زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم.


نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم کله چې زۀ تاسو د بنى اِسرائيلو مُلک ته واپس راولم، هغه مُلک ته چې ما په اوچتو لاسونو ستاسو پلار نيکۀ ته د ورکولو قسم کړے وو.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو.


”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم.


زۀ به هغوئ د نورو قومونو نه راوکاږم او د نورو مُلکونو نه به يې راغونډ کړم، او زۀ به هغوئ خپل مُلک ته واپس راولم. هغوئ به زۀ د بنى اِسرائيلو په غرونو، او سيندونو په غاړه او د مُلک په ټولو آبادو ځايونو کښې وڅروم.


ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”زۀ به خپل خلق د مشرق او مغرب د مُلکونو نه بچ کړم.


نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan