9 ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.
د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې.
څلور واړه پايې يو شان ښکارېدې او يو رنګ جوړې شوې وې، او په هره يوه پايه کښې يوه بله پايه چورلېدله.
نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو.
د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.
پينځم د اونيکس، شپږم د يمنى عقيقو، اوؤم د ګراسولر، اتم د ايکوامرين، نهم د طوپاز، لسم د کلسائټو، يوولسم د کائنائټو، او دولسم د کټېلى وو.