8 نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو.
نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربانګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.
او د هغوئ د څلورو وزرونو لاندې څلورو طرفونو ته د انسان په شان لاسونه وُو او د هر يو مخلوق څلور مخونه او څلور وزرونه وُو،
د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.
نو بيا د وزرو والا په مخلوق کښې يو خپل لاس هغه اور ته وراوږد کړو کوم چې د هغوئ په مينځ کښې بلېدلو. هغۀ د هغه اور نه لږ راوچت کړو او د هغه سړى په لاس کښې يې واچولو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، نو بيا هغه سړى اور واخستو او بهر لاړو.
ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.