Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 10:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 10:5
19 Iomraidhean Croise  

ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو.


هغوئ د اِمامانو دپاره يو دربار هم جوړ کړو او يو بهرنے لوئ دربار يې هم جوړ کړو. هغوئ دربار ته د ننوتلو دپاره دروازې هم جوړې کړې او دا دروازې يې په زېړو باندې پټې کړې.


تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟


د هغۀ ثناء صِفت وکړئ څوک چې په عرش باندې د ازل نه ناست دى، هغه چا ته څوک چې په دروند آواز غږيږى.


وريځو بارانونه راوورول، او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول، او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.


د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.


د بيګل آواز نور هم اوږدېدلو او زياتېدلو. موسىٰ خبرې کولې او خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو.


بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“


کله چې دا مخلوق روانېدلو، نو ما د هغوئ د وزرونو آواز واورېدو لکه د تېزو اوبو د شور په شان، لکه د قادر خُدائ د آواز په شان، لکه د فوجيانو شور. او کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل.


کله چې مالِک خُدائ هغه سړى له حُکم وکړو چا چې د کتان جامې اغوستې وې، ”د وزرو والا مخلوق د لاندې لاړ شه او د پايو د مينځ نه اور راواخله،“ هغه سړے لاندې ورغلو او د يوې پايې په خوا کښې ودرېدو.


نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى.


بيا هغۀ زۀ بهرنى دربار ته راوستلم او په دې کښې يې ګوټ په ګوټ وګرځولم او ما په هر ګوټ کښې بل دربار وليدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan