3 اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.
آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه،
د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو.
”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى.
هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربانګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.
هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.
بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.