15 نو بيا دا وزرو والا مخلوق مخ په بره اوچت شو. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو.
په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقىايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.
د مالِک خُدائ کلام په حزقىايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.
او د وريځو د مينځ نه څلور ژوندى مخلوقات راووتل چې په ليدو کښې د انسان په شان ښکارېدل،
کله چې به دې مخلوق حرکت کولو نو د هغوئ په خوا کښې پايو به هم ورسره حرکت کولو او کله چې به دې مخلوق خپلې وزرې خورې کړې چې د زمکې نه والوځى، نو پايو د هغوئ خوا نۀ پرېښودله.
نو بيا د وزرو والا مخلوق، چې په خوا کښې يې پايې وې خپل وزرونه خوارۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د هغوئ دپاسه وو.
کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“
خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“