14 د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.
چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه.
ستنې او تختې د وزرو والا مخلوق، زمرو او د کجورو ونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوې وې، چې چرته هم خالى ځائ وو نو ګول ګُلکارى ورباندې شوې وه.
ما واورېدل چې پايو ته يې د ”چورلېدونکو پايو“ نامه ورکړه.
د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.
انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو.
اول جاندار د ازمرى په شان وو، دوېم د غوائى په شان، د درېم مخ د بنى آدم په شان وو او څلورم لکه د الوتونکى باز په شان وو.