Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او د هغوئ د څلورو وزرونو لاندې څلورو طرفونو ته د انسان په شان لاسونه وُو او د هر يو مخلوق څلور مخونه او څلور وزرونه وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 1:8
8 Iomraidhean Croise  

نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربان‌ګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.


کله چې به هغوئ تلل نو دې ژوندى مخلوق به په څلورو اړخونو کښې چې کوم طرف ته هم مخه کړه نو هغې خوا ته به بغېر د مخ اړولو نه تللے شُو.


د وزرو والا مخلوق په څلورو واړو طرفونو حرکت کولے شو، چې هر اړخ ته به يې مخ وو نو بغېر د تاوېدو نه به تلے شول. هغوئ به بغېر د تاوېدو را تاوېدو نه هغه اړخ ته تلل کوم خوا به يې چې مخ وُو.


نو بيا د مالِک خُدائ جلال د خُدائ د کور درشل نه لاړو او د وزرو والا مخلوق دپاسه ودرېدو.


مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.


د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.


هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan