7 د هغوئ پښې نېغې وې، او په پښو کښې يې لکه د سخى په شان نوکونه وُو او هغه لکه د پالش شوى پيتلو په شان ځلېدل.
هوا د هغۀ پېغام رسوونکى جوړيږى، او د اور لمبې د هغۀ خِدمتګارې دى.
دا ژوندے مخلوق داسې ښکاريدو لکه چې بَل سکارۀ يا د اور مشعلونه د هغوئ دننه بل شوى وى. دا اور د هغه مخلوق په مينځ کښې وړاندې وروستو کېدو، او دا ځلېدونکى وُو، او شُغلې به ترې نه راختلې.
کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.
چې د هغې د پښو سومونه په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى،
چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.
او د هغۀ پښې د زېړو په شان ځلېدلې څنګه چې په بټۍ کښې سرې شوې وى او د هغۀ آواز لکه د تېزو اوبو په شان وو.