27 دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه.
د هغۀ نه ګېرچاپېره جلال او عزت دے، د هغۀ عبادتخانه د طاقت او د خوشحالۍ نه ډکه ده.
زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى
او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.
کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو.
ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.
د هغۀ شان او شوکت لکه د راختونکى نمر په شان وو، او د هغۀ د لاس نه رڼاګانې ځلېدلې، په کوم کښې چې د هغۀ قدرت پټ انغښتے وو.
ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.
او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى.
نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.