نو کله چې به دا مخلوق روان شو نو دا پايې به هم روانې شوې، کله به چې دا مخلوق ودرېدو نو پايې به هم ودرېدې، کله به چې دا مخلوق بره الوتلو نو دا پايې به ورسره تلې، ځکه چې د دې ژوندى مخلوق روح په پايو کښې وو.
هرکله چې به د وزرو والا مخلوق په آرام ودرېدل، نو پايې به هم ورسره ودرېدې، او کله چې به د وزرو والا مخلوق والوتلو نو پايې به هم ورسره والوتلې، ځکه چې د وزرو والا مخلوق روح په هغې کښې وو.