2 د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين بادشاه د جلاوطنۍ پينځم کال وو.
”دې سرکشه قوم ته ووايه چې، تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دې مثال څۀ مطلب دے؟ هغوئ ته ووايه چې، د بابل بادشاه يروشلم ته لاړو او د هغې بادشاه او سپين روبى يې بوتلل، او د خپل ځان سره يې بابل ته راوستل.
د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو.
زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“
زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.
د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.